دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۹ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۴۷
د مطلب کود : 176324
چارواکي: زابل او ارزګان کې ۸ وسله‌وال طالبان وژل شوي
افغان پوځي چارواکي د زابل په ارغنداب او د ارزګان په چورې ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال د ۱۲ وسله‌والو مخالفینو د مرګ ژوبلې خبره کړې ده.

کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو ویاند تورن احمد صادق عيسی د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په ترسره شویو عملياتو کې په زابل کې شپږ او د ارزګان په چورې کې دوه وسله‌وال وژل شوي دي.
ښاغلي عيسي زیاته کړه چې په دغو عملياتو کې څلور نور وسله‌وال هم ټپيان شوي دي.
طالب وسله‌والو تر اوسه په‌دې اړه رسنیو ته څه نه‌دي ویلي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcirqaz5t1ayp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته