دخپریدو نیټه :جمعه ۳۰ قوس ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 176338
زلمی خلیلزاد: افغان حکومت له پلاوې سره د طالبانو نه مذاکره هغوی تیروتنه ده
زلمی خلیلزاد د امریکا ځانګړی استازی، په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو د استازو او امریکا یي لوري تر منځ د خبرو اترو ترختمیدو او يو شمېر هېوادونو ته له سفرکولو وروسته کابل ته راستون شوی دی.

د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د سولې له دغو خبرو اترو وروسته پر خپله ټویټر پاڼه لیکلې وو  چې، د دې خبرو له پایلو راضي دی، هغه په دې بیان کې زیاته کړې، موخه یې له دغو مذاکراتو څخه دا وه  چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کښینوي.
ښاغلي خلیلزاد نن د لیندۍ په ۲۹ مه د افغان حکومت له مشرانو او د هیواد له مطرح څېرو سره، د دغو درې ورځنیو خبرو اترو او د سولې په تړاو د کړیو سفرونو په اړه کتلي دي.
نن ښاغلي خلیلزاد په دې اړه، له رسنیو سره مرکې هم کړې او په عربي متحده اماراتو کې د طالبانو او امریکاري اړخ ترمنځ  د تر سره شوو بحثونو په تړاو یې له رسنیو سره خبرې کړي دي.
 له اریانا نیوز ټلویزیون سره په مرکه کې زلمي خلیلزاد ویلي چې، د اماراتو په ناستو کې د بهرنيو ځواکونو پر وتلو د طالبانو له لوري ټینګار شوی، د افغانستان پر سياسي راتلونکي، د حکومت پر جوړښت، لنډمهاله حکومت، په اساسي قانون کې پر بدلون او د ټاکنو په تړاو هېڅ ډول خبرې نه دې ترسره شوې.
ښاغلی خلیلزاد د اماراتو په ناسته کې له افغان پلاوي سره  له ليدنې انکار، د طالبانو تیر وتنه بولي هغه زیاته کړې چې دا کار د طالبانو په زيان ده.
 
https://avapress.com/vdcds90fjyt05s6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته