د پروان امنیه قوماندان محمد محفوظ وليزاده رسنیو ته وویل، دې طالب قوماندان تېره شپه یو موټر تښتولی او د تېښتې پر مهال له بلې وسله والې ډلې سره چې ګومان کېږي هغوی هم طالبان وو، په نښته اوښتی دی چې په نتیجه کې یې د ملاقادر له درې وسله والو سره وژل شوی دی او یو تن یې ټپي شوی دی.
د نوموړي په وینا دا نښته د جبل السراج ولسوالۍ په قادر خېلو کې رامنځ ته شوې.
پولیس وايي، ملا قادر په پروان ولایت کې د نظامي کسانو په ترور، غلاوو او وژنو کې لاس درلود.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.