دخپریدو نیټه :شنبه ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 176355
امریکا خپل ۷۰۰۰ سرتیری د افغانستان څخه باسی
دوالد ترامپ، د امریکا ولسمشر د پنجشنبه په ورځ قوس په ۲۹ نیټه په افغانستان کې د امریکایی سرتیرو کمولو امر صادر کړ.

په حاضر حال کې، د ۱۴ زرو څخه ډیر امریکایی سرتیری په افغانستان کې مستقر دی او د وال استریت ژورنال ورځپاڼه د یو امریکایی مقام څخه په نقل سره ریپورت ورکړی چی په راتلونکې څو اونیو کې به د امریکایی ۷ زرو سرتیرو د ایستنې پروسه به شروع شی.
ترامپ په داسی حال کې په افغانستان کې د امریکایی سرتیرو د شمیر کمولو امر صادر کړی چی زلمی خلیلزاد، د واشنګتن خاص نماینده د افغانستان سولې پروسی لپاره اخیرو کې د طالبانو نمایندګانو سره په ابوظبی، عربی متحده اماراتو پلازمینه کې ملاقات کړی دی.
که څه هم ابوظبی مذاکرات بیله کوم تړون پای ته ورسیده خو پوه سرچینه وال استریت ژورنال ورځپاڼی ته ویلی دی چی په دی مذاکراتو کې د طالبانو له لوری اوربند اعلان د امریکا تعهد په وړاندی د هغه هیواد نظامی حضور ادامه په اړه په افغانستان کې، بحث وشو.
یوه بله سرچینه دا ورځپاڼی ته ویلی دی چی امکان لری طالبانو ډله په افغانستان کې امریکایی سرتیرو کمولو په غبرګون، د سولې مذاکراتو ته د حسن نیت شکاره کولو لپاره لاس په یو اقدام ووهی.
 
 
https://avapress.com/vdccpeqsp2bqm18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته