دخپریدو نیټه :شنبه ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۳۹
د مطلب کود : 176359
په صربیا کې د ټکر په یوه پېښه کې ۵ کسان وژل شوي او ۳۰ ژوبل دي
د صربیا چارواکي وايي، د دې هېواد په جنوبي ښار نیس کې له یوه بس سره د ریل د ټکر په نتیجه کې لږترلږه ۵ کسان وژل شوي او ۳۰ نور ژوبل دي.

پولیسو ویلي چې داسې ښکاري چې دا پېښه د بس د چلوونکي د غلطۍ په نتیجه کې شوې ده.
پولیس وايي، په بس کې زیاتره سپرلۍ د یوه ښوونځي زده کوونکي وو.
د پېښې په یوې ویډیو کې ښکاره کېږي چې د ټکر له امله بس په منځ کې نیم شوی دی او ریل ته سرسري زیان اوښتی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgn39qyak9uw4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته