دخپریدو نیټه :شنبه ۱ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۴
د مطلب کود : 176401
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر پیل شو
د ولسمشریزو ټاکنو د نوماندانو د نوملیکنې بهیر د ټاکلي مهالوېش له مخې نن( شنبه د مرغومي لومړۍ) پیل شو.

په لومړۍ ورځ هیڅوک ټاکنو خپلواک کمیسیون ته ندي ورغلي؛ دا لړۍ به یوولس نورې ورځې هم روانه وي.
د ولسمشرۍ د ټاکنیز مهالوېش له مخې؛ د نوماندانو وروستی نوملړ د سلواغې پر ۲۶ اعلامیږي؛ ټاکنیزې هڅې ورته د روان کال د مرغومي له ۲۸ پیل او د ۱۳۹۸ ل کال د وري پر ۲۸ پای ته رسیږي.
ویل کیږي، چې محمد حنیف اتمر ولسمشریزو ټاکنو ته احتمالي نوماند دی؛ محمد یونس قانوني او محمد محقق به یې د لومړي او دوه یم مرستیال په توګه ټاکنیزې مبارزې ته ورودانګي.
د ټاکنو خپلواک کمیسسیون کمیشنر رفیع الله بیدار وایي، تر اوسه پورې د حنیف اتمر، زلمي رسول، رحمت الله نبیل او احمد ولي په ګډون دوه ویشت کسانو له دوی څخه د نوماندۍ معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړې دي.
نوموړي ویلي، چې هر نوماند باید له شل ولایتونو څخه یولک یا سل زره ملاتړ کوونکي ولري. که په دې شرایطو برابر کسان پر وروستۍ ورځ هم راشي؛ نوماند پېژندل کیدی شي.  
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وایي: د ټاکنو کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کولو ته بشپړ چمتوالی لري
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی رییس داوود علي نجفي وایي:  تېره ورځ بیا ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړي غوښتي وه، چې مونږ له تاسو څلور ټاکنې غواړو. دا حکومتي کمیسیون دی او هر څه، چې حکومت غواړي دوی یې تر سره کوي. 
بلخوا د ولسمشر دوه یم مرستیال د ټاکنو خپلواک کمیسیون په دې خاطر، چې د ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته یې  چمتووالی ندی نیولی، له قانون څخه پر سرغړونه او کمزورتیا تورنوي.
سرور دانش په دې اړه لیکلي: ځنې تخینکي ستونزې د ټیټ ظرفیت په خاطر دي؛  خو خپلواکي پدې معنا نده، چې د اساسي قانون حکمونه عملي نشي یا د دولت او کمیسیون مسوولیتونه او ژمنې بابېزه وګڼي. کمیسیون اړ دی، چې په خپل جوړښت کې لازم سمونونه راولي او خپل طرفیت لوړ کړي؛ نه دا، چې د خپلې کمزورتیا له کبله له قانون سرغړونه وکړي.
همدارنګه د اجرئیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون آریانا نیوز ته څرګنده کړې، چې د اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د نوماندۍ په اړه اوس څه نه وایو؛ خو څه، چې ډېر مهم ښکاري هغه پخپل وخت د ولسمشریزو ټاکنو تر سره کیدل دي.
د ټاکنیز مهالوېش له مخې؛ ولسمشریزې ټاکنې د نوي کال د وري پر ۳۱ تر سره کیږي او لومړنۍ پایلې یې د غویی پر ۲۱ او وروستۍ پایلې به یې د غبرګولې پر ۲۵ اعلام شي.  
ویل کیږي، چې تر اوسه یو شمېر ګوندونه، بهیرونه ، سیاسي څېرې ولسمشر او اجرئیه رییس ندي توانیدلي، چې خپلې ټاکنیزې ډلې جوړې کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdce7p8zzjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته