دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 176426
چارواکي: په ننګرهار کې ۶ قاچاق وړونکي له ۵۱ میله وسلې سره نیول شوي
د ننګرهار سرحدي ځواکونو داسې وسلې نیولي چې له پاکستانه را قاچاق شوې وې.


د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پرون شنبه وویل چې سرحدي ځواکونو ۵۱ میله مختلفې وسلې او شپږ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.
په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل په حواله ویل شوي چې دا وسلې او مشکوک کسان د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
جنرال حسین خېل ویلي چې وسلې غالباً له پاکستانه د هغو وسله والو طالبانو لپاره ور استول شوې وې چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې جنګېږي.
په مومند درې ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې هم امنیتي ځواکونو وسلې موندلې وې.
مومند دره له پاکستان سره پر پوله پرته ده.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcb50b80rhbzap.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته