کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

چارواکي: په ننګرهار کې ۶ قاچاق وړونکي له ۵۱ میله وسلې سره نیول شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 جدی 1397 ساعت 10:25

د ننګرهار سرحدي ځواکونو داسې وسلې نیولي چې له پاکستانه را قاچاق شوې وې.




د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پرون شنبه وویل چې سرحدي ځواکونو ۵۱ میله مختلفې وسلې او شپږ تنه قاچاق وړونکي نیولي دي.
په ختیځو ولایتونو کې د سرحدي ځواکونو د قوماندان جنرال محمد ایوب حسین خېل په حواله ویل شوي چې دا وسلې او مشکوک کسان د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې نیول شوي دي.
جنرال حسین خېل ویلي چې وسلې غالباً له پاکستانه د هغو وسله والو طالبانو لپاره ور استول شوې وې چې په ننګرهار او نورو ولایتونو کې جنګېږي.
په مومند درې ولسوالۍ کې څو ورځې مخکې هم امنیتي ځواکونو وسلې موندلې وې.
مومند دره له پاکستان سره پر پوله پرته ده.
 


د مطلب کود: 176426

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176426/چارواکي-په-ننګرهار-کې-۶-قاچاق-وړونکي-له-۵۱-میله-وسلې-سره-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com