دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۳
د مطلب کود : 176438
په کابل کې د ایران سفارت سید سعید حسینی د افغانستان بهرنیو چارو وزارت له لوری احضار کړل شوی دی
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپاره شوي بیان کې ویل شوي دي چې، پرون شنبه د مرغومي پر ۱ نیټه یې په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید سعید حسیني، په ټولنیزو رسنیو کې د خپرې شوې ویډیو په تړاو ور غوښتی دی.

د بهرنیو چارو وزارت له لوري خپره شوې اعلامیه زیاتوي چې په کابل کې د ایران سفارت له مرستیال څخه یې، د هغې ویډیو په اړه پوښتنې کړې، چې یو ایرانی چې عسکري دریشي ېې پر تن ده  افغان کارګران په څپیړه وهي سپکې او سپورې ورته وایي او ترټي یې.
د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې  له افغان کارګرانو سره دغه ډول چلن غیر انساني او د انسانانو د بشري حقونو پر ضد بلل شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي چې، په کابل کې د ایران د سفارت مرستیال سید سعید حسیني دا پېښه غندلې او ژمنه یې کړې چې په اړه به يې څېړنې وشي.
دا په داسي حال کې دی چې تر دوو ملیونو پوري افغانان په ایران کې کډوال دي چې د مهاجرت اسناد هم نه لري. تر دې مخکې هم په ایران کې له افغان کډوالو سره د ایراني امنیتي ځواکونو له لوري د ناسم چلن په تړاو رپوټونه خپاره شوي دي.
 
https://avapress.com/vdcexp8zvjh8fei.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته