دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 176440
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ننګرهار ولایت ولسي جرګې ټاکنو بریالي نوماندان اعلان کړ
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پریکړې له مخې نن یکشنبه د مرغومې پر ۲مه د نورو ولایتونو د پایلو په تعقیب د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې بریالي شوي نوماندان هم اعلان شول.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې د بریالي شوو کسانو لیست خپور شوی دي.
د دغې اعلامیې  له مخې د ننګرهار ولایت د ولسي جرګې په ټاکنو کې عبدالکریم کریمی: ۱۰۵۸۵، فریدون خان مومند: ۷۷۲۱، عبدالروف شپون: ۷۳۴۲، امیر محمد یار: ۷۱۹۸، میرویس یاسینی: ۶۶۹۸، الحاج حضرت علی: ۶۴۵۲، نبی الله باز: ۶۳۰۹، عبدالناصر مومند: ۶۰۰۸، ابرارالله مراد: ۵۵۰۴، داکتر لعل محمد درانی: ۵۴۲۰، ارین یون: ۴۴۴۴، بی بی حاجی لیلما ولی حکیمی: ۳۲۵۳، او ډیوه نیازۍ: د ۱۶۸۸ رایو په ګټلو سره د بریالي نوماندانو په توګه اعلان شوي دي.
دا په داسي حال کې دی چې د ولسي جرګې د ټاکنو له ترسره کیدو څخه شاوخوا دوه میاشتي تیریږي خو د دغو ټاکنو ټولې پایلې لا نه دي اعلان شوې په ورته وخت کې پرون د مرغومي پر لومړۍ نیټه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د نوماندانو د نوم لیکنې لړۍ هم  پیل کړې ده.
 
https://avapress.com/vdchk-nzv23nqkd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته