افغان حکومت د افغانستان د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکلي دي.
افغان حکومت اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو وزیران ټاکلي
2 جدی 1397 ساعت 14:31
افغان حکومت د افغانستان د ملي امنیت دوه پخواني رئیسان اسدالله خالد د دفاع او امرالله صالح د کورنیو چارو سرپرست وزیران ټاکلي دي.
له چارو ادارې څخه په دې اړه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په حکم کې راغلي: چې د اساسي قانون د ۶۴ مادې او ۱۱ فقرې لهمخې، د افغانستان د دفاع وزیر په توګه د اسدالله خالد معرفي منظور ده.
رسنیو ته له ولسمشرۍ ماڼۍ د استول شويو حکمونو ترڅنګ ولسي جرګې ته د دوی د ورپېژندلو حکمونه هم راغلي.
ترهغه چې نوي وزیران د افغانستان له ولسي جرګې د باور رایه ترلاسه کوي، دوی به د سرپرست وزیرانو په توګه دنده پر مخ یوسي.
له دې وړاندې د دفاع وزیر طارق شاه بهرامي او د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وو.
اسدالله خالد له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت د رییس په توګه دنده ترسره کړې. نوموړی د ۲۰۱۲ کال د ډسمبر میاشتې پر شپږمه په کابل کې یوه ځانمرګي برید ټپي کړ.
افغان چارواکو هغه مهال ویل، برید کوونکی د سولې د استازي په نامه د ملي امنیت یوه مېلمستون ته ورغلی و.
اسدالله خالد تر ټپي کېدا وروسته بګرام او بیا د امریکا متحدو ایالتونو ته د درملنې لپاره واستول شو.
امرالله صالح تر دې وړاندې په امنیتي سکتور کې د افغانستان د دولت وزیر و چې بیا یې وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه.
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ۲۰۱۰ کال جون میاشت کې د ملي امنیت ادارې د رییس په توګه د امرالله صالح استعفا منلې وه.
امرالله صالح ۱۳۸۹ کال کې له استعفا وروسته د 'زرغون بهیر ' په نوم یو سياسي خوځښت جوړ کړ.
د مطلب کود: 176445