دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 176454
امریکا د طالبانو په غوښتنه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې- محمود قریشي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وايي، چې امریکا د وسلوالو طالبانو په غوښتنه له افغانستان څخه د سرتېرو د ایستلو پرېکړه کړې ده.

د ترمپ وروستۍ پرېکړې، چې له افغانستان څخه به تر اوړي پورې نیمایي سرتېري خپل هېواد ته ستنوي؛ بېلابېلې اندېښنې راپارولې دي.  
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر محمود قریشي ویلي، چې له افغانستان څخه د نیمو امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه د ترمپ له پرېکړې ملاتړ کوي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له افغانستان څخه د امریکایي سرتېرو ایستل له طالبانو سره د سولې د خبرو لومړنی شرط دی او اسلام آباد به د افغانستان د سولې له بهیره خپل ملاتړ روان ساتي.
دغه راز د امریکا پېژندل شوی او مخکښ سناتور لیندسي ګراهم، چې افغانستان ته هم راغلی و؛ له سي ان ان سره په خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې داعیشیان مخ پر ډېریدو دي او لدې هېواده د امریکایي ځواکونو ایستل به پښېماني رامنځته کړي.
هغه د ترمپ دغې پرېکړې اندېښمن کړی او د بیړنۍ غونډې د رابللو وړاندیز یې هم کړی دی.
د امریکا سناتور لیندسی گراهام وایي: که مونږ ووځو دغه ځای به ډېر ژر ووېشل شي او مونږ به بیا له خپلې پرېکې پېښېماني وښیو. دا به زمونږ هغې تېروتنې ته ورته وي، چې په عراق کې ورسره مخ شو او زمونږ له وتلو وروسته به د سپتمبر ۱۱ ته ورته احتمالي پېښې رامنځته شي.  
له افغانستان څخه د ۷۰۰۰ سرتېرو د ایستلو بې وخته پرېکړه په داسې وخت کې شوي، چې څه موده مخکې ترمپ په افغانستان کې د نورو سرتېرو پر ځای پر ځای کولو ټینګار کړی و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpeqs02bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته