دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۰۹
د مطلب کود : 176472
جمهوررئیس غني په اقتصاد عالي شورا کې : د مرمر او رُخام ډبرو د پروسس او صادراتو ستراتېژي دې ترتیب شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا غونډه نن له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ (ستراتېژۍ) د تهداب، د بهرنۍ سوداګرۍ د کاري شاخصونو په برخه کې د افغانستان د مقام لوړولو طرحې، د باطله کاغذونو د صادرولو او قاچاق د مخنيوي د وړاندیز او د غنمو د پالیسۍد طرحې په اړه بحث او خبرې وشوې.
په پیل کې د مرکزي احصائیې رئیس احمد جاوید رسولي د افغانستان لپاره د معلوماتي ټکنالوژۍ د تهداب طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، د افغانستان لپاره د معلوماتۍ ټکنالوژۍ د تهداب جوړولو په موخه د مخکښو هېوادونو او سترو کمپنیو بریالۍ ستراتېژۍ ارزول شوې دي.
د غونډې ګډونوالو د هراړخیزو بحثونو ترڅنګ وړاندیز وکړ، چې د انټرنیټي خدمتونو پر وړاندې کوونکو کمپنیو د کنټرول هڅه دې وشي.
جمهوررئیس غني د یادې طرحې د برابرولو په خاطر د مرکزې احصائیې د ادارې هڅې وستایلې او وې ویل، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت هم په دې برخه کې اقدامات کړي، خو کافي نه دي. هغه زیاته کړه، د دې موضوع استعجالیت ته په پام د جمهوررئیس تر څار لاندې یوه کمېټه ایجادېږي، چې دا ستراتېژي واضح او د تطبیق لپاره چمتو شي، دغه راز به د دې ستراتېژۍ پر پلي کوونکې ادارې هم بحث وشي.
وروسته د صنعت او سوداګرۍ وزارت د بین المللي ارزونې رئیس د بهرنۍ سوداګرۍ د کاري شاخصونو په برخه کې د افغانستان د مقام  لوړولو طرحه غونډې ته وړاندې کړه. نوموړي زیاته کړه، د اسانتیاو له برابرولو سره په هماغه اندازه د توکو د صادراتو چټکتیا زیاتېږي.
د غونډې ګډونوالو د یادې طرحې په اړه بحث وکړ او زیاته یې کړه، پر ګمرکونو جدي څارنه تر اعظمي حده د قاچاق او فساد مخه نیولی شي.
جمهوررئیس غني وویل، د بهرنۍ سوداګرۍ د کاري شاخصونو په برخه کې د افغانستان د مقام لوړولو په خاطر په ګمرکونو او صادراتو او وارداتو کې اسانتیاوې اړینې دي او افغانستان باید د صادارتو د ساده والي بېلګه وي. هغه زیاته کړه، هوايي دهلېزونه د هېواد د صادارتو لپاره د قناعت وړعالي اسانتیا ده او تر دې مهاله اته سوه ټنه جلغوزي بهر ته استول شوي دي.
د هېواد جمهوررئیس د کانونو او پټرولیم وزارت او اړوندو ادارو ته لارښوونه وکړه چې د مرمر او رُخام ډبرو د پروسس او صادراتو لپاره دې ستراتېژي او واضح ترتیب جوړ کړي.
وروسته د افغانستان د صنایعو اوکانونو خونې رئیس شېرباز کمين زاده له هېواده بهر د باطله کاغذونو د صادرولو او قاچاق د مخنيوي پېشنهادي طرحه غونډې ته وړاندې کړه وې ویل، خصوصي سکتور د Recycling  باطله کاغذونو د بیا جوړولو لوړ ظرفیت لري او کولای شي دا کاغذونه د دویم ځل استفادې وړ وګرځوي او باید بهر ته یې د چاقاق مخه ونیول شي.
غونډې یاد وړانديز تائید او د دې وړاندیز لپاره یې د اجرائي پلان غوښتنه وکړه.
په پای کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر نصیراحمد دراني د غنمو د پالیسۍ طرحه غونډې ته وړاندې کړه. دراني وویل، غنم د کرنې مهم سکتور دی او درې عمده موخې ورته په پام کې نیول شوي دي، په لنډمهال کې د غنمو په منابعو کې تنوع، په منځ مهال کې د هېواد په داخل کې د غنمو د اوړه کولو لپاره د زمینې ایجاد او په اوږدمهال کې د غنمو د تولید زیاتول دي.
غونډې یاده پالیسې له هراړخیزو بحثونو وروسته په پرنیسب کې تائید کړه.
د هېواد جمهوررئیس وویل، په ټولو زونونو کې دې د اوړو د فابریکو ظرفیت واضح او  تر څنګ دې یو جامع عملي پلان هم ورته جوړ شي.
دغه راز د اقتصاد عالي شورا غونډه کې د انرژۍ او اوبو وزارت او تطبیق کوونکي شرکت د ګلبهار-پنجشېر ۱۱۰ کیلوولټ لین غځولو او د پنجشېر د ۲۰/۱۱۰کیلوولټ سب سټیشن قرارداد هم لاسلیک کړ.
دا پروژه چې انرژۍ او اوبو وزارت طرحه او ډېزاین کړې، ۱۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځې او په دوه نېمو کلونو کې پلې کېږي. د دې پروژې په بشپړېدو سره ۶۴زره کورنۍ د برېښنا له انرژۍ څخه برخمنې کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccmeqsi2bqm08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته