دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۱
د مطلب کود : 176510
غزني کې (۷) ملکي کسان دطالبانو د خښ شوي ماین چاودنه کې شهیدان شول
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ په اړوندو کې تیره ورځ د ملکي کسانو پر یوه ټونس ډوله موټر د طالبانو لخوا د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې (۷) ملکي کسان شهیدان شوي دي.

یاده پیښه د ده یک ولسوالۍ اړوند په شاخوګ سیمه کې شوي، چې پکي سپاره کسان د پکتیکا ولایت اوسیدونکي دي.
لکه څرنګه چې د دولت وسله وال مخالفین د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندي د مخامخ جګړي توان نلري د خپل ضعف  پټولو او ولس ته د ځان د قوي ښودلو په موخه تل د غلچکیو بریدونو او په عامه لارو کې د ماینونو په ځای پر ځای کولو سره وحشت خپروي او ملکي کسانو ته ځاني او مالي زیان اړوي.
هاخوا پرون ماښام د ګیلان ولسوالۍ په لونګ سیمه کې د افغان هوایې او کومانډو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دولت دوه تنه وسله وال مخالفین وېل شوي او (۱۷) تنه یې ژوندي نیول شوي دي.
په یادو عملیاتو کې ملکي کسانو او امنیتي ځواکونو ته زیان ندی اوښتی.
 
https://avapress.com/vdcfyvdyxw6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته