د مرکز غزني اړوند په قلاتي سیمه کې تیر ماښام ناپیژانده وسله وال یوه کور ته د ننه شوي، یوه ښځه یې وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
غزني کې یوه ښځه ووژل شوه
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 3 جدی 1397 ساعت 11:44
د مرکز غزني اړوند په قلاتي سیمه کې تیر ماښام ناپیژانده وسله وال یوه کور ته د ننه شوي، یوه ښځه یې وژلي او یو بل کس یې ټپي کړی دی.
یاده سیمه د غزني ښار په(۸) کیلومترۍ کې پرته ده او د پیښي عاملین هم له سیمي په تیښته بریالي شوي دي.
وژل شوي ښځي شاوخوا اته (۸) میاشتي مخکي د کورنیو ستونزو له کبله له خپل خاوند څخه طلاق اخیستی وو او اوسمهال د خپل پلار کور کې اوسیده، چې تیر ماښام شاوخوا پنځه نیمي (۵:۳۰) بجي یې څلور تنه موټر سایکل سپاره وسله وال کسان کور ته دننه شوي، یاده ۲۰ کلنه ښځه یې وژلي او په پیښه کې یې ورور ټپي شوی دی.
د پیښي په تړاو د کشفي ارګانونو پلټني رواني دي.
د مطلب کود: 176514