دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۱۵
د مطلب کود : 176539
د کابل ښار د ټولګټو وزارت تر څنګ موتر بم برید شوی
د کابل پولیسو منلې، چې نن مازیګر ۳ بجې د کابل ښار د ۱۶ ناحیې د اړوند سیمې ټولګټو وزارت تر څنګ د شهداوو او معلولینو معینیت مخې ته موتر بم برید رامنځته شوی دي.

سیمې ته امنیتي ځواکونه رسیدلي دي، د ډزو غږونه  اوریدل کیږي. د مرګ و ژوبلې په اړه تر دې دمه څه ندي ویل شوي. 
ویل کیږي، چې برید ګر د چاودنې سیمې ته ننوتي دي؛ خو تر دې دمه د بریدګرو شمېر ندی معلوم او د دغې پېښې له تلفاتو هم څه ندي ویل شوي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgw39qyak9un4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته