دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۱۱
د مطلب کود : 176546
په ټول هېواد کې ښاروالۍ پر بنیادي ډول اصلاح شوي، خو په کافي اندازه ولسواکې نه دي/ که غاصبینو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې تر پښو لاندې کړي
محمداشرف غني وویل، په ښارونو کې د ځمکو غصب په هېڅ ډول د منلو نه دی، ځکه غاصبینو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې تر پښو لاندې کړي. هغه زیاته کړه، د ځمکو غصب ته د پای ټکی ږدو.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د پنځم ملي ښاري کنفرانس د پرانیستې په مراسمو کې  وطنوال محوره ادارې مهمې وبللې او وې ویل، زیاتې ستونزې په خپله ادارو ایجاد کړی چې د ځمکو د غصب د زیاتوالي لامل شوي. هغه زیاته کړه، اداره د ستونزو د ایجاد او د ستونزو د حل لامل ده، اداري اصلاحات پیل شوي او په چټکۍ سره جریان لري.
جمهوررئیس غني وويل، د ملي ښاري کنفرانس بنسټ دادی چې ستونزو ته د ولس له انده وکتل شي او مناسبې حل لارې ورته ولټول شي. دغه راز د ښارونو د مصرفي والي په اړه باید د ولس، حکومت او ښاروالیو لیدلوری تغیر ومومي او ښارونه د اقتصادي تحرک پر نقطې بدل شي.
جمهوررئیس وویل، د هر ښار لپاره د واضح لیدلوري ټاکل ډېر اړین دي، ترڅو د هر ښار د حرکت لوری واضح شي. هغه د ښارجوړولو او ځمکو وزارت ته لارښوونه وکړه چې ژر ترژره دې ښارونه زون بندي کړي، چې د خصوصي سکتور د پانګونې د جذب قوت زیات شي.
د هېواد جمهوررئیس د قانوني ملکیت سند لرل د هر افغان شرعي حق وباله او وې ویل، تجربو ښودلې کله چې جایداد له عرفي څخه قانوني بڼه غوره کړي، پانګونه زیاتېږي.
جمهوررئیس غني د ښاروالیو پر ولسي کېدو ټینګار وکړ وې ویل، په ټول هېواد کې ښاروالۍ پر بنیادي ډول اصلاح شوي، خو په کافي اندازه ولسواکې نه دي او اړتیا ده چې د خلکو د لیدلورو په خاطر ښاروالۍ ولسي شي.
د هېواد جمهوررئیس اوبه، برېښنا او امنیت د ښارونو اساس وباله او وې ویل، په تېر کې د ښارونو د اوبورسولو او کانالېزاسیون شبکو ته پاملرنه نه وه شوې، خو نن په ډېری ښارونو کې د اوبو رسولو شبکو پلان د اجرا په حال کې دی. هغه زیاته کړه، تر راتلونکو دوو کلونو به د افغانستان برېښنا شبکه پر یوې ملي واحدې شبکې بدله شي.
جمهوررئیس غني وویل، ولس له ښاري امنیت څخه شکایت لري او د امنیتي ارګانونو، ښاروالیو، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت او سیمه‏ییزه ارګانونو ترمنځ نه همغږي د دې وضعیت د ایجاد لامل دی. جمهوررئیس یادو ارګانونو ته لارښونه وکړه چې د ښاري امنیت وضعیت ته بدلون ورکړي.
محمداشرف غني وویل، په ښارونو کې د ځمکو غصب په هېڅ ډول د منلو نه دی، ځکه غاصبینو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو وینې تر پښو لاندې کړي. هغه زیاته کړه، د ځمکو غصب ته د پای ټکی ږدو.
د کنفرانس په پای کې جمهوررئیس غني د دغه ملي کنفرانس د  جوړېدو له امله د ښار جوړولو او ځمکو وزارت قدرداني وکړه او لارښوونه یې وکړه چې د بېلابېلو ولایتونو د ښاریانو ستونزې او لیدلوري توحید، طبقه بندي او مناسبې حل لارې ورته ولټوي، دغه راز دې په ښارونو کې د پانګونې، استطاعت وړ ځایونو کې د خصوصي سکتور پانګوالو ته د زمینې برابرولو او ښاري ودې لپاره د دولتي ځمکې څخه د استفادې د ډول لپاره مشخص وړاندیزونه وکړي.
په دې کنفرانس کې د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار، د سیمه ییزو ارګانونو د ښاروالیو معین عبدالباقي پوپل، د کابل سرپرستښاروال احمد شعیب رحیم، د افغان مېرمنو د صنایعو او سوداګرۍ خونې رئیسې منېژې وافق هم خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې لاسته راوړنې یادې کړې.
جواد پیکار زیربناو او معیاري ښار جوړولو ته د جمهوررئیس د پاملرنې مننه وکړه او وې ویل، د انساني ژوند او اقتصادي پراختیا د څرخ په توګه ښار پېژندنې ته د زمینې برابرول، د مدیرانو، څېړونکو او د نظر خاوندانو ترمنځ د نویو لاسته راوړنو او اطلاعاتو د تبادلې د فرصت ایجادول، د تولیدي محصولاتو د کیفیت لوړولو په موخه د علمي او اجرايي بنسټونو ترمنځ د لازیاتو اړیکو د ټینګولو هڅې، د ښاري تصمیم نیولو بهیر کې د ښاریانو هڅول،  د فکري یووالي په خاطر د غونډو جوړولو ته د زمینې برابرول، د ښاري حوزو د مسوولینو په حضور کې د ښاریانو د خبرو اترو او ښاري مسایلو اړوند د علمي تجرو وړاندې کول، د حل لارو لپاره د فرصتونو وړاندې کول او د کنفرانس د ټاکل شویو محورونو په رڼا کې نوي وړاندیزونه د دې کنفرانس عمده موخې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdceep8zpjh8fni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته