کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل کې دولتی ساختمان باندی تروریستی برید له امله ۴۸ تنو ته مرګژوبله اوښتی

4 جدی 1397 ساعت 10:19

د عامه ګټو وزارت ته نږدی تروریستی برید کې ۴۸ تنه پولیس او ملکی وګړی وژل شوی او ټپیان شوی دی. انتحاری مهاجمین د کابل ښار ۱۶ حوزه کې د یو موتر بم چاودنې وروسته، معلولیت او شهدا ورثه شته منیو څخه ملاتړ ملی اداری ساختمان ته داخل شو او څو ساعته د امنیتی ځواکونو سره نشته کړی دی.



د آوا په ګزارش سره، نږدی ماسپښین ۳ بجی وو چی څو تنه مهاجمان د یو موتر په چاودلو سره یو دولتی ساختمان ته ننوتی او امنیتی ځواکونو سره نښته کړی دی.
نجیب دانش د داخله وزارت ویاند په تازه جزئیاتو کې د تلفاتو شمیر داسی بیانوی چی تراوسه ۲۸ تنه د یو ښځی او یو پولیس پّ ګډون شهید شوی او د ۲۰ تنو څخه ډیر د درو پولیسو په ګډون ټپیان شوی دی.
هغه وویل چی د شهیدانو او ټپیانو شمیر د بدلون په حال کې دی. دانش وویل چی سیمه ټوله تصفیه شوی دی او پیښی څیړلو ټیم سیمی ته رسیدلی او اتاقونو چک کولو په حال کې دی.
تراوسه هیڅ تروریستی ډله ددی برید مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
 
 
 


د مطلب کود: 176569

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176569/کابل-کې-دولتی-ساختمان-باندی-تروریستی-برید-له-امله-۴۸-تنو-ته-مرګژوبله-اوښتی

آوا
  https://www.avapress.com