دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 176572
سرور دانش له لوری پولیتکنیک پوهنتون کې د پنځم ملي ښاري کنفرانس نندارتون پرانیستل شو
د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم معاونیت له لوري په خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي چې، دپنځم ملي ښاري کنفرانس نندارتون نن د دوشنبې په ورځ د جمهوري ریاست د دوهم مرستیال سرور دانش له لوري په پوليتکنیک پوهنتون کې پرانیستل شو.

خبر پاڼه زیاتوي چې د دې نندارتون د پرانیستې پر مهال د افغانستان د جمهوري ریاست دوهم مرستیال سر ودانش ویلي چې، د پنځم ملي ښاري کنفرانس د نتیجو او ارزونو پایلې به مکتوبي او په مدون ډول د څېړونکو، پوهنتونونو او علمي مرکزونو په واک کې ورکړل شي، تر څو په څېړنو کې ترې ګټه واخیستل شي.
په خبر پاڼه کې راغلي، چې د جمهور رئیس مرستیال ښار او ښاري ژوند د تمدن او مدنیت بیلګې یادې کړې او زیاته کړی یې ده، په کومه اندازه چې د ښار علمي جوړښت او د خدمتونو وړاندې کول مهم دي، د ښاري ژوند فرهنګ هم د ښار او د ښاري ژوند مهم عنصر دی، هغه په خپلو خبرو کې ښار د بشپړې پرمختیا غږ بللی او د معیاري ښارونو د رامنځته کولو پر مسئله یې ټینګار کړی دی.
د پنځم ملي ښاري کنفرانس یوه څنډه نندارتون دی چې پکښې د هیواد د ۳۴ ولایتونو تولیدات، لکه لاسي صنایع، ودانیز توکي، کلتوري او دودیز توکي، کرنیز محصولات، د انټرنیټي او مشورتي وړاندې کوونکو کمپنیو خدمتونه او د اراضۍ او ښار جوړونې نقشې  په۶۲ غرفو کې نندارې ته وړاندې شوې دي.
پنځم ملي ښاري کنفرانس، ښار د بشپړې پرمختیا غیږ تر شعار لاندې په دریو محورونو کې( نندارتون، علمي او څیړنیز محورونه او اختصاصي محورونه) ترسره کیږي.
ملي ښاري کنفرانسونه هر کال یو ځلې د افغانستان د سکتوري وزارتونو او ادارو په مرسته د ښار جوړونې او ځمکو وزارت تر مشرۍ لاندې، د معیاري ښارونو د را منځته کیدا، د ښاري فرهنګ د تعمیم، د افغاني تولیداتو نندارې ته د ایښودنې او نورو بنسټیزو موخو په هدف، ترسره کیږي.
 
https://avapress.com/vdcd590fxyt05k6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته