خوښ ديک ۰

د ایران پخوانی قاضي‌القضات ایت‌الله محمد هاشمي شاهرودي مړ شوی

راپورونه وايي چې د ایران یو ځواکمن ملا او د دې هېواد پخوانی قاضي‌القضات ایت‌الله محمد هاشمي شاهرودي له اوږدې ناروغۍ وروسته په تهران کې مړ شوی.
د ایران پخوانی قاضي‌القضات ایت‌الله محمد هاشمي شاهرودي مړ شوی
اویا کلن شاهرودي په جرمنې کې تر درملنې لاندې و، خو وروسته له هغې تهران ته ستون شو چې یو شمېر فعالانو له جرمني څارنوالانو وغوښتل چې د نوموړي له‌خوا د تأیید شوي اعدام سزاګانو په اړه دې څیړنې وکړي.
دې فعالانو په ایران کې شوي اعدامونه د بشر ضد جنایت بللي و.
محمد هاشمي شاهرودي د ایران د مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي نژدې متحد و او د نوموړي د احتمالي ځای ناستې په توګه یادېده.
شاهرودي له ۱۹۹۹ میلادي کال څخه تر ۲۰۰۹میلادي کال پورې د ایران د قضايي قوې مشري کوله.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
سی شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۳
د مطلب کود: 176574 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *