کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډانفورډ: افغانستان کې زموږ ماموریت د پلان پر اساس دوام کوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جدی 1397 ساعت 12:06

له افغانستان څخه د یو شمېر امریکايي سرتېرو د وتلو د راپورونو سره سره د امریکايي ځواکونو لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورډ وايي، په دغه هېواد کې به د سرتېرو ماموریت د پلان پر اساس دوام ومومي.



سټارز او سټرېپس خپرونې ویلي چې نوموړي دغه څرګندونې پرون دوشنبې د «مرغومې پر دریمه» د نوي میلادي کال د راتلو په مناسبت په کابل کې له سلګونو امریکايي سرتېرو سره د لیدنې پرمهال کړي دي.
هغه ویلي:"مختلفې مختلفې اوازې شااوخوا خپرېږي، ستاسو نننی ماموریت هغه ماموریت دی چې تاسو پرون لاره."
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې د ټرمپ ادارې دفاع وزارت ته امر کړی چې له افغانستان څخه د ۷ زره امریکايي سرتېرو د ایستلو پلان ترتیب کړي.
خو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان جان سکاټ مېلر سیمه ییزو رسنیو ته ویلي چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د امریکا دفاع وزارت امر لا دوی ته نه دی رسېدلی.
هغه وویل که چېري یې د بدلون په اړه څه تر لاسه کړل د پوځ له مشرانو سره به یې شریک کړي.
: "که چېري له دې څخه سربېره یو څه موجود وي چې تاسو ته یې ووایو یقیناً چې زه به یې تاسو ته ووایم، جنرال مېلر په دې پوهېږي چې په مناسب وخت کې ممکن کوم بدلون رامنځته شي."
هغه زیاته کړه چې: "اوس مهال تاسو امریکايي سرتېري یاست تاسو ماموریت لری او یوازې ورته دوام ورکړی."
نوموړی د کرسمس د رخصتیو په مناسبت د کابل به جنوب کې د «دهلیک وېسټ» پوځي کمپ ته ورغلی و.
 


د مطلب کود: 176578

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176578/ډانفورډ-افغانستان-کې-زموږ-ماموریت-د-پلان-پر-اساس-دوام-کوي

آوا
  https://www.avapress.com