۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ۶ تنه وسلهوال پرون ماسپښین د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان کمانډو ځواکونو سره په نښته کې مړه او اووه نور سخت ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې هم په هوايي حملو کې څلور تنه وسلهوال طالبان وژل شوي دي.
وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه څه نهدي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)