کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جدی 1397 ساعت 14:39

په شمال کې شاهین قول اردو وايي چې په فاریاب ولایت کې په دوو پوځي عملیاتو کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.



۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ۶ تنه وسله‌وال پرون ماسپښین د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان کمانډو ځواکونو سره په نښته کې مړه او اووه نور سخت ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې هم په هوايي حملو کې څلور تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.


د مطلب کود: 176592

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176592/په-فاریاب-کې-۱۰-تنه-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com