دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 176592
په فاریاب کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي
په شمال کې شاهین قول اردو وايي چې په فاریاب ولایت کې په دوو پوځي عملیاتو کې ۱۰ تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.

۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه خبرپاڼه کې وايي چې ۶ تنه وسله‌وال پرون ماسپښین د فاریاب په ګرزیوان ولسوالۍ کې له افغان کمانډو ځواکونو سره په نښته کې مړه او اووه نور سخت ټپیان شول.
خبرپاڼه زیاتوي چې د فاریاب ولایت په غورماچ ولسوالۍ کې هم په هوايي حملو کې څلور تنه وسله‌وال طالبان وژل شوي دي.
وسله‌والو طالبانو تر اوسه په‌دې اړه څه نه‌دي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf1vdy0w6deta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته