کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په کندهار ښار کې ځانمرګي برید ۵ تنه وژلي

4 جدی 1397 ساعت 17:56

د کندهار ښار د یوولسمې حوزې اړوند عینو مېنه کې ځانمرګي برید پنځه تنه وژلي‌ دي.



دغه پېښه نن سې شنبې مازدیګر څه باندې څلور بجې د عینو مېنې او کابل اډې ترمنځ سیمه کې شوې ده.
د کندهار یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته د دغه خبر په تائید سره وویل چې یوه پلې ځانمرګي په یاده سیمه کې د ښوراوک ولسوالۍ اوسېدونکو بړېڅانو پر کور ځان ته چاودنه ورکړې ده.
پر همدې مهال له سیمې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې په دغه ځانمرګي برید کې ۵ تنه بلوڅان وژل شوي دي.
تر دا مهاله ددغه برید مسؤلیت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
له سیمې د امریکا غږ خبریال وايي چې د پېښې ځای ته تلونکې لارې د امنیتي ځواکونو لخوا د خلکو پر مخ تړل شوي او چا ته د داخلېدو اجازه نه ورکوي.


د مطلب کود: 176607

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176607/په-کندهار-ښار-کې-ځانمرګي-برید-۵-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com