کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

یوناما د کابل په ملکي سیمه کې برید غندي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 4 جدی 1397 ساعت 18:20

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) د کابل په ښار کې برید غندي، چې تیره شپه په ملکي سیمو کې ترسره شو.



دغه ماموریت په فعاله توګه هغه رپوټونه ارزوي، چې ښیي د ښځو په ګډون ډیر شمیر ملکي وګړي د یو همغږي برید له امله د دولتي دفترونو په دننه او شاوخواکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.
تدامیچي یاماموتو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړی استازی او په افغانستان کې د ملګرو متلتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشر وویل: ” دغه بریدونه د افغان کورنیو لپاره د ډیرو زیاتو دردونو او کړاوونو لامل کیږي. ملګري ملتونه یې په کلکه غندي ځکه چې د دارنګه بریدونو لپاره هیڅ ډول توجیه نشته.“
ملګري ملتونه یادونه کوي، هغه کسانو چې دغه بریدونه تنظیم کړي باید عدالت ته راکاږل شي او محاسبه ورسره وشي، او یو ځل بیا د جګړې پر ښکیلو اړخونو غږ کوي تر څو د بشردوستانه قوانینو سره سم په هر وخت کې خپلې ژمنې په پام کې ولري تر څو ملکي وګړو ته زیان و نرسیږي.
ملګړي ملتونه له افغانانو سره پیوستون ته ادامه ورکوي او د افغانانو په مشرۍ د سولې پروسې ته ژمن دي تر څو روانه جګړه پای ومومي او دولت وتوانیږي له دارنګه ظلمونو څخه د وګړو د خوندیتوب لپاره زیاتې سرچینې بیلې کړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو په استازیتوب یاماموتو له هغو کورنیو سره چې خپل عزیزان یی له لاسه ورکړي خپله ژوره خواخوږي څرګندوي او د ټپیانو لپاره د بیړنۍ روغتیا هیله کوي


د مطلب کود: 176610

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176610/یوناما-د-کابل-په-ملکي-سیمه-کې-برید-غندي

آوا
  https://www.avapress.com