دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۸:۳۹
د مطلب کود : 176611
په ۱۳۹۷ مالي کال د ۵.۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ۴۶ هوکړه لیکونه سندونه لاسلیک کړو
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: " موږ وکولی شول چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې له هیوادونو او مرستندویه سازمانونو سره د ۵.۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ۴۶ هوکړه لیکونه، د همکارۍ او د همکاریو چوکاټ سندونه لاسلیک کړو."
د مالیې وزارت سرپرست او د زیربناء په چارو کې د ولسمشرۍ عالي مقام ستر سلاکار ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي نن د مرغومې میاشتې په ۴مه نېټه د حکومت د رسنیو په مرکز کې د مطبوعاتي کنفرانس له لارې د مالیې وزارت د تېر یوه کال لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
په دې کنفرانس کې ښاغلي قیومي د ملي عوایدو راټولیدو، د مالیې وزارت او د حکومت په کچه د پراختیایې بودیجې د لګښت، اصلاحاتو، سیستم جوړونې او له فساد سره د مبارزې، په عوایدو سرچینو کې د اصلاحاتو، له اقتصادي او مالي اصلاحاتو څخه د پیسو نړیوال صندوق د ارزونې، په بریالیتوب سره د سوداګریزو شاخصونو په اجراء کولو د غوره ځای تر لاسه کولو، د اقتصاد عالي شورا د لاسته راوړنو، له سېمه ایزو هیوادونو سره د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو کمېسیونونو د تر سره کېدو، د څارنې او همغږۍ ګډ بورډ د ناستې، عامه او خصوصي مشارکت، په بریا سره د جینوا نړیوال کنفرانس د تر سره کېدو او یو شمېر نورو مهمو موضوعاتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل.
د مالیې وزارت سرپرست وویل چې په روان کال کې د ملي بودیجې په سند کې د عوایدو راټولولو لپاره ټاکل شوی هدف ۱۷۲ میلیارده افغانۍ وو، له نیکه مرغه موږ وکولی شول د مالي کال تر پایه ۱۸۹.۷۸ میلیارده افغانۍ راټولې کړو چې ۱۷ میلیارده افغانۍ (۹ سلنه) له ټاکل شوي هدف څخه زیاتوالی ښیې نوموړي زیاته کړه د راټول شویو ملي عوایدو له جملې څخه ۷۶.۴۷ میلیارده افغانۍ له ګمرکونو څخه او ۱۱۲.۷۱ میلیارده افغانۍ له مالياتي او غیرمالیاتي عوایدو څخه تر لاسه شوي دي.
ښاغلي قیومي وویل چې مالیې وزارت په تېرو څلورو کلونو کې وکولی شول ملي عواید له ۹۹ میلیارده افغانیو څخه ۱۸۹ میلیارده افغانیو ته لوړ کړي چې ۹۰ سلنه زیاتوالی ښیې.
د مالیې وزارت د سرپرست په خبره، مالیې وزارت وکولی شول په ۱۳۹۷ مالي کال کې خپله ۹۵ سلنه پراختیایي بودیجه ولګوي. همدا شان په تېرو څلورو کلونو کې مالیې وزارت وکولی شول، چې د روڼتیا او اغېزمنتوب اصل ته په کتو سره خپلې پراختیایي بودیجې لګښت له ۴۶ سلنې څخه ۹۵ سلنې ته لوړ کړي.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: "تېر کال د حکومت په کچه د پراختیایي بودیجې لګښت ۶۷ سلنه وو، چې له نېکمرغه سږ کال ۹۱.۵ سلنې ته لوړ شو. دا په دې معنی ده چې موږ د ملي یووالي حکومت له پیل څخه زیات شمېر پراختیایي پروژې پلي کړي دي، چې د ادارو د زیاتې پراختیایي بودیجې  لګولو دلایل د بودیجې په پروسه کې د خلکو ګډون، د بودیجوي واحدونو د وړتیا له مخې د بودیجې اختصاص، د بودیجې په ترتیب کې بنیادي اصلاحات او د تخصیصاتو په اجراء کې د اسانتیاوو رامنځته کول دي."
ښاغلي ډاکټر محمد همایون قیومي، زیاته کړه، موږ د  عوایدي سرچینو په برخه کې زیات اصلاحات را منځته کړي لکه، د جامع برېښنایي سیستم نصبول، د غوڅ ملاتړ د هوایي ځواکونو د تېلو په معافیت کې روڼتیا، له صادراتو او وارداتوڅخه اطلاعات، پر مالیاتو د عوایدو قانون، د مالیاتو د چارو ادارې قانون او د ارزښت په زیاتوالې قانون په ګډون په مالیاتي قوانینو کې تعدیلات، د ۹۵ سلنې مالیاتي جریمو د معافیت معرفي او پلي کول، د عوایدو لوړېدو په موخه د وزارتونو لپاره ریفورم او سیستم جوړونه، د مالیه ورکوونکو په ریاست کې مو د الکترونیکي اظهار لیکونو وړاندي کولو پروسه پلي کړه، چې د پیسو نړیوال صندوق د افغانستان مالي او اقتصادي اصلاحات په څلورم پړاو ارزونه کې و ارزول او هغه یې تائید کړل او ۶،۲ میلیونه امریکایي ډالره یې د افغان حکومت د هڅونې په موخه ورکړل.
همدا شان په ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ کلونو کې د نړیوال بانک د شپاړسمې دورې په ارزونه کې  افغانستان وکولی شول، چې د ۱۹۰ هیوادونو په منځ کې په بریالي توګه د سوداګریزو شاخصونو د اجراء په برخه کې غوره ځای ترلاسه کړي او د ۱۶ رتبو زیاتوالي او ۱۰ امتیازونو په ترلاسه کولو سره وکولی شول، د دې بانک په جدول کې له ۱۸۹ رتبې څخه ۱۶۷ مې رتبې ته لوړ شي.
نومړي زیاته کړه، چې مالیې وزارت له فساد سره په مبارزه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي، لوی څارنوالۍ ته د ۲۷ موردو جعل لېږل، ۲۰۰ مالیاتي قضیو ته رسېدل، د ۳۵۰ هدایتي او شکایتي قضیو بررسي، له ۸۲ میلیارده افغانیو څخه زیات د عایداتي باقیاتو تثبیتول، د ۱۷۳۱ محصولي او غیر محصول باروړونکو وسایلو درول، له لومړي بست څخه تر شپږم بست پوري د عوایدي سرچینو د کارکوونکو د شتمنیو ثبتول، ۱۶.۷ میلیارده افغانۍ د ادارو د مصارفاتي باقیاتو تثبیتول او د پیسو وینځلو پروړاندي د مبارزې کمېټې جوړول، په تېر یوه کال کې د مالیې وزارت له اصلاحاتو څخه یادولی شو.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه: " موږ وکولی شول چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې له هیوادونو او مرستندویه سازمانونو سره د ۵.۵ میلیارده امریکایي ډالرو په ارزښت ۴۶ هوکړه لیکونه، د همکارۍ او د همکاریو چوکاټ  سندونه لاسلیک کړو."
ښاغلي قیومي وویل، چې مالیې وزارت له ۱۴ هیوادونو سره د اقتصادي او سوداګریزي همکارۍ کمېسیونونه په بریا سره تر سره کړي، په دې کمېسیونو کې د اقتصادي، سوداګریزي، ټرانزیټي همکارۍ، پانګونې او نورو برخو کې بحثونه او د نظرونو تبادله شوې ده او په بېلابېلو برخو کې ګڼ شمېر هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.
د مالیې وزارت سرپرست زیاته کړه، چې د جینوا په نړیوال کنفرانس کې د ۶۲ کلیدي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د ۳۵ مرستندویه ادارو با صلاحیته استازو چې له افغانستان سره مرسته کوي، ګډون کړی وو، چې په دې کنفرانس کې د افغانستان ژمنې او لاسته راوړنې د دوه اړخیزه حساب ورکولو چوکاټ سره سم و ارزول شوې او مرسته کوونکو هیوادونو او ادارو د افغانستان لاسته راوړنې تائید کړې. همدا شان دوی یو ځل بیا له افغانستان سره د خپل ملاتړ د دوام ډاډ ورکړ.   
 په دې خبري کنفرانس کې د معاشونو نوي نورم، چې پر بنسټ به یې د ټیټ رتبه مامورینو معاشونه زیات او د لوړپوړو چارواکو معاشونه ټیټ شي او په معاشونو کې به یو تعادل رامنځ ته شي او د امتیازونو په ورکړه کې به توپیرونه له منځه لاړ شي. د مالیې وزارت سرپرست د خبرو یوه بله محوري برخه وه.
د کنفرانس په پای کې د خبریالانو پوښتنو ځوابونه هم وویل شول.
 
https://avapress.com/vdchz-nzz23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته