دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۴
د مطلب کود : 176631
د کرکټ نړیوال جام فغانستان ته راوړل شو
د کرکټ نړیوال جام د درې ورځني سفر په موخه نن د چهارشنبې په سهار کابل ته راوړل شو.

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې دغه نړیوال جام به د غوره مراسمو په ترڅ کې بامیان، هرات او کندهار ولایتونو ته هم ولېږدول شي.
تر دې مخکې د ۲۰۱۵ کال نړیوال جام هم افغانستان ته راوړل شوی و چې یوازې کابل کې نندارې ته وړاندې شوی و.
د افغانستان د کرکټ ملي ټیم په دویم ځل د کرکټ یو ورځني نړیوال جام کې ګډون کوي.
د افغانستان لومړۍ لوبه د جون په لومړۍ اوونۍ کې د اسټرالیا سره ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjtmevvuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته