کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کابل ښار کې د هوا ککړتیا کمولو لپاره کاری ساعت بدلون

5 جدی 1397 ساعت 12:11

د کار او ټولنیزو چارو وزارت اعلان کړ چی د محیط زیست ساتنې ملی اداره سره هماهنګی کې د اداراتو او وزارت خانو کاری ساعت د کابل په ښار کې د هوا ککړتیا له امله، بدلون ورکړی دی.



ددی وزارت اعلامیه په اساس چی نن خپور شو، دولتی ۸ ادارو او ۱۴ وزارت خانو کاری ساعت د ۸:۳۰ سهار څخه تر ۴:۳۰ پوری او ځینی نور هم د ۷:۳۰ سهار څخه تر ۳:۳۰ ماسپښین پوری ټاکل شوی دی. هیله ده چی دا بدلون به د هوا ککړتیا کمولو سره مرسته وکړی.
مخکې له دی کاری ساعت د اداراتو دا د سهار ۸ بجو څخه د ماسپښین تر ۴ بجو او ۷ بجو سهار څخه تر ۳ بجی ماسپښین پوری وو.
چارواکې همدارنګه په دی باور دی چی دا اقدام ښاری ترافیک کمولو سره هم مرسته کوی.
عزت الله صدیقی، محیط زیست څخه ساتنې ملی اداره معین و بی بی سی ته وویل چی ددی اقدام دلیل نه یواځی د پلازمینی د هوا ککړتیا څخه مخنیوی وو بلکه د ښاری ترافیک کمتیا هم ده. ښاغلی صدیقی وویل چی تیرو څلورو ورځو کې د هوا ککړتیا میزان کابل ښار کې نسبت نورو ورځو ته ډیره شوی ده.
هغه زیاته کړه چی دا اداره د هوا ککړتیا میزان اندازه ګیری ماشین نه درلودلو سره نه شی کولای مشخص ارقام د هوا ککړتیا څخه ارائه کړی.
 
 


د مطلب کود: 176636

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176636/کابل-ښار-کې-د-هوا-ککړتیا-کمولو-لپاره-کاری-ساعت-بدلون

آوا
  https://www.avapress.com