دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 176639
هندوستان هیواد د چابهار بندر اداره کولو چاری په رسمی ډول په غاړه اخیستې
د افغانستان، ایران او هندوستان چارواکو د چابهار بندر د اداره کولو چاري د پورتس ګلوبل هند په نوم یوه هندي دولتي شرکت ته ور وسپارلې.

د هندوستان ټایمز خبري اژانس د خبر له مخې د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو او د ایران د بنادرو او سیندونو سازمان د هوکړې په پایله کې، د چابهار بندر د اداره کولو چاري هندوستان ته ور په غاړه  شوې دي.
په ورته وخت کې د ایرنا په نوم یوه خبري رسنۍ د یوه ایراني لوړ پوړي چارواکي له خولي لیکي چې د چابهار بندر د اداره کولو چاري لس کاله د پورتس ګلوبل لمیټد په نوم یوې هندي کمپنۍ ته په کرایه ور کړل شوې دي.
خبر پاڼه زیاتوي چې د هندوستان، ایران او فغانستان هیوادونو په ګډه موافقه په چابهار بند کې د مالونو او تجهیزاتو د بارولو، تشولو او دغه راز د بازار موندنې چاري، پورتس ګلوبل هندي کمپڼۍ ته ورسپارل شوې دي.
دا په داسي حال کې دی چې افغانستان مخکې خپل د اړتیا وړ وارداتي توکي د پاکستان د سرحدونو له لاري هیواد ته را دننه کول چې له دې اړخه په وروستیو کلونو کې د پاکستان تر سخت فشار لاندې وو. په ورته وخت کې امریکا هم په تېره میاشت کې د افغاستان د اقتصادي ملاتړ لپاره، د چابهار بندر د خپلو بندیزونو له لیست څخه ایستلی وو.
 
https://avapress.com/vdchx-nzw23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته