دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۸
د مطلب کود : 176642
سید احسان طاهري: د سولې شورا د ولایتي کمېټو تړل مؤقتي دي
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د دې شورا د ولایتي کمېټو تړل مؤقتي دي چې درې یا څلور میاشتې به دوام وکړي.
دا شورا وايي، د ولایتي کمېټو تړل‌یې د څو میاشتو لپاره دي او هدف‌یې په‌دې کمېټو کې د اصلاحاتو راوستل دي.
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د مرغومې ۰۴» په ماښام ازادي راډیو ته وویل، هدف‌یې دا دی چې د سولې د مذاکراتو د پیل لپاره په خپلو کمېټو کې بدلونونه راولي.
نوموړي زیاته کړه:"د سولې عالي شورا ولایتي کمېټې لغوه کېږي نه. یوازې له درې تر څلور میاشتو پورې ځنډول کېږي. بیا به بېرته له اصلاحاتو وروسته په نوې بڼه کار پیل کړي. اصلاحات به په کار او د کار په بڼه کې راځي او زموږ د ولایتي کمېټو په تشکیل کې هم اصلاحات راځي."
د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند همدارنګه وايي، د دې شورا په ولایتي کمېټو کې تر سلو زیات تخنیکي کارکوونکي کار کوي چې تنخوا اخلي او اوس‌یې دندې ځنډول شوې دي.
سید احسان طاهري زیاته کړه چې د سولې شورا د ولایتي کمېټو غړي تنخوا نه‌لري، بلکې د نورو دندو تر څنګ په کمېټو کې غړیتوب لري.
د نوموړي په وینا په‌دې کمېټو کې عموماً بانفوذه کسان غړیتوب لري چې د سولې او خبرو اترو زمینه برابروي.
د افغانستان د سولې عالي شورا په ۲۰۱۰ میلادي کال کې د حامد کرزي د ولسمشرۍ په دوهم دور کې رامنځته شوه.

 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba0b85rhbz0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته