په غونډه کې د غزني والي دولتي او نظامي چارواکو، د مېشتو قومونو استازو، مېرمنو او ولسي خلکو ګډون کړی وو چې ځینو یې ویناوې وکړې.
ویناوالو د ولسمشر اقتصادي پلانونه د افغانستان اقتصاد پر پښو درول او د ځینو تخریب کوونکو ګاونډیانو له مجبوریتونو څخه هېوادوالو ته نجات ورکول یاد کړل او ویېویل، تر څو پورې چې د افغانستان خپل اقتصاد پر پښو درېدلی نهوي، تر هغو پورې به ځوانان په پردیو هېوادونو کې په مزدوریو بوخت او د پردیو هېوادونو د ګټو په موخه جنګېږي.
د دوی په خبره، تر څو پورې چې په کومه ټولنه کې امن نهوي، هلته به قانون تر پښو لاندې وي.
دوی د سولې په برخه کې وروستۍ هڅې وستایلې او زیاتهیې کړه چې دولت دې نور هم پهدې برخه کې ګړندي ګامونه پورته کړي.
هغوی پر وسلهوالو غږ وکړ چې نور دې له جګړې لاس واخلي او د سولې له فرصتونو څخه دې ګټه پورته کړي.
د غزني والي وحیدالله کلیمزي وویل:"د سولې، د قانون د پلي کېدو او حکومتوالۍ په برخه کې به نیمګړتیاوې وي، خو بیا هم منتخب ولسمشر محمد اشرف غني په تېرو څلورو کلونو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، اقتصادي لاسته راوړنې یې بېخي د ستاینې وړ دي."
په غزني کې د نجات قومي شورا مشر خلیلالله هوتک د ولسمشر اقتصادي کړنې یادې کړې او ویېویل، تاریخي کړنې یې ترسره کړې دي.
غونډه د واحدالله جمعهزاده په سولهییز شعر سره پای ته ورسېده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)