خوښ ديک ۰

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۴۰ کیلوواټه برېښنا هوکړه لیک چې ۲۰۰۰ کورنیو ته برېښنا برابروي، لاسلیک کړ

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير پوهنمل مجيب الرحمن کريمي د اوبو او لمر د ګډې توليدې برېښنا هوکړه ليک د جنوبي کوريا سفير ژاهنګ او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پروګرام (UNDP) د افغانستان لپاره د مشر جاسلين ميسن په شتون کې د زولرستان شخصي شرکت سره لاسليک کړ.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ۳۴۰ کیلوواټه برېښنا هوکړه لیک چې ۲۰۰۰ کورنیو ته برېښنا برابروي، لاسلیک کړ

د کليو بيارغونې او پراختيا وزير د دې پروژې د لاسليکولو  پرمهال وويل، چې د هايبريد پروژه  به  د ننګرهار ولايت  د دره نوره ولسوالۍ د شيمول، کنډک، بمبه کوټ، عمر، پنجو او د شو  په کليو کې  ۲۰۰۰ کورنيو ته  ۳۴۰ کيلوواټه برېښنا برابره کړې او  چارې به يې به په ۱۵ مياشتو کې بشپړې شي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير همدرنګه وويل، چې د دې ۳۴۰ کيلوواټه برېښنا  ۲۰۰ لمريزه او ۱۴۰ (هايدرو تروبين) يا اوبيزه برېښنا ده.
د دې پروژې ټوليز ارزښت ۳۴۰ ميليونه افغانۍ ده، چې د جنوبي کوريا  او د ملګرو ملتونو د پرمختيايي پرورګرام څخه  ورکول کېږي.
د کليو بيارغونې او پراختيا وزير په وينا په دې ۲۰۰۰ کورنيو کې ۳۱ جوماتونه، اووه ښوونځي او مدرسې، دوه روغتونونه  او ۲۰ سميه ييز کوچني تشبثات شامل دي، چې  له دې برېښنا به  ګټه اخلي.
د يادونې وړ ده، چې د کليو بيارغونې او پراختيا وزارت د کليوالي سېمو ته د برېښنا رسونې يوه بله پروژه هم لري، چې د هېواد د ۱۳ ولايتونو  په ۵۵ ولسواليو کې به تقريبآ ۴۸۶ زره کورنيو ته برېښنا برابره کړې، چې ۲۳۰ ميليونه ډالره لګښت لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
چهارشنبه ۵ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۳۴
د مطلب کود: 176661 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *