په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع د ارزښت او د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات کیلي وبلله او زیاته یې کړه، موږ د تلپاتې او باعزته سولې په برخه کې د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور وي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)