کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس غني د ایران د ملي امنیت سلاکار خپل حضور ته ومانه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 5 جدی 1397 ساعت 19:26

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ایران د ملي امنیت سلاکار علي شمخاني نن مازدیګر په ګلخانې ماڼۍ کې خپل حضور ته ومانه.


په دغه کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران تر منځ د اړیکو او مناسباتو د لا پراختیا، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسه کې د سیمه ییزې اجماع د ارزښت او د ترهګرۍ ضد ګډې مبارزې په اړه بحث او خبرې وکړې.
جمهوررئیس غني په افغانستان کې سوله د سیمې د ثبات کیلي وبلله او زیاته یې کړه، موږ د تلپاتې او باعزته سولې په برخه کې د هر هغه اقدام هرکلی کوو چې  د بین الافغاني مذاکراتو لپاره ګټور وي.
 


د مطلب کود: 176672

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176672/جمهوررئیس-غني-د-ایران-ملي-امنیت-سلاکار-خپل-حضور-ته-ومانه

آوا
  https://www.avapress.com