دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۶ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۲۲
د مطلب کود : 176711
په افغانستان کې شاوخوا یوولس ترهګرې ډلې افغانستان ګواښي- جنرال میلر
په افغانستان کې د ناتو او امریکايي ځواکونو د پرېکنده ملاتړ ماموریت قومندان جنرال میلر په یو لړ ځانګړیو مراسمو کې ویلي؛ اوس هم په افغانستان کې شاوخوا یوولس ترهګرې ډلې هڅې کوي، چې افغانستان ګواښي.
جنرال میلر وايي؛ امریکا نه یوازې په افغانستان کې د سولې او ديپلوماتیکو هڅو ملاتړ کوي، بلکې غواړي له افغان پوځونو سره د پرېکنده ملاتړ ماموریت په چوکات کې د مرستندویه ځواک ماموریت روان وساتي.
په افغانستان کې د امریکا سفیر جان بس هم ویلي، چې امریکا له دوه میاشتو راپدیخوا د افغانستان د سوله ییز او ديپلوماتیک حل لپاره هڅې پیل کړې دي.
دی زیاتوي، چې نه پوهیږي دا هڅې به نتیجه ورکړي او که نه؛ خو هیله من دی، چې وسلوال طالبان به د سولې په خبرو کې د افغانانو اساسي غوښتنو بشپړ پام راوګرزوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcizqazzt1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته