دخپریدو نیټه :جمعه ۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 176736
د افغانستان حکومت او طالبان د سولې مستقیم خبرو اترو باندی توافق کړي دی
اسلام آباد افغانستان حکومت او طالبانو ډله متقاعد کړی چی یو د بل سره کښینی او په نږدی راتلونکې کې سولې ته رسیدو او مستقیم رایزنی لپاره خپل شرایط بیان او شریک کړی.

د پاکستان دی-نیشن ورځپاڼه ددی هیواد ارشدو چارواکو له قوله لیکلی دی چی اسلام آباد افغانستان حکومت او طالبانو ډله متقاعد کړی دی چی یو د بل سره کښینی او سولې ته رسیدو لپاره خپل شرایط شریک کړی.
افغانستان حکومت هم وایی چی بین الافغانی مذاکراتو شروع لپاره پرمختګونه ترسره شوی دی.
په دی حال کې، د ایران ملی امنیت شورا مشاور هم د ملی وحدت حکومت رهبرانو سره په لیدنه کې په کابل کې تعهد او وعده کړی دی چی تهران، طالبان به وهڅوی ترڅو د افغانستان دولت سره سولې خبرو اترو ته وارد شی.
امید میثم، د اجراییه ریاست ویاند او معاون وایی: د ایران ملی امنیت شورا مشاور وعده کړی دی چی هڅه کوی طالبان په دی باندی متقاعد کړی ترڅو د افغانستان دولت سره مذاکره وکړی.
لکه څنګه چی مسکو او اسلام آباد شکاره کړل چی طالبانو باندی نفوذ لری او کولای شی د افغانستان جګړی معادله بدلون کې نقش ولری، تهران هم تاییدوی چی د طالبانو سره اړیکه لری او په راتلونکې ورځو کې دا اړیکه به شکاره شی. ایران وایی چی خپل اړیکه د طالبانو سره نوره هم دوام ورکوی البته د افغانستان سولې سره مرستې لپاره.
 
https://avapress.com/vdcfmvdyvw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته