دخپریدو نیټه :جمعه ۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۲
د مطلب کود : 176737
بلوڅ بیلتون غوښتونکې ډلې ویاند منلي چی قوماندان یی په کندهار کې وژل شوی
د پاکستان بلوچستان سوبې د بلوڅانو د ازادۍ غوښتونکې ډلې ویاند جنید بلوڅ له یوه نامالوم ځایه، په کندهار کې د یوه برید پر مهال د خپل قوماندان اسلم اچو وژل کیدل تائید کړي دي.

جنید بلوڅ په دغه خپور شوې بیان کې وایي چې اسلم اچو ٢٥ کاله د بي ایل ای مشري کوله او د بلوڅانو د ازادۍ لپاره یې خپل ځوان زوی هم قربان کړی و.
پاکستاني چارواکي وایي چې اسلم اچو په کراچۍ کې د چین په قونسلگرۍ د تیرې میاشتې د حملې ترتیبونکی و، دغه راز د بلوچستان په زیارت سیمه کې د پاکستان د بنسټګر محمد علي جناح کور یې هم په بمونو الوزولی وو او د دې ترڅنګ اسلم اچو په پاکستان کې په ګنو ترهګریزو پیښو کې په لاس درلودلو تورن وو، نو له دې امله د پاکستان حکومت د اسلم اچو پر سر ۵ ملیونه ډالر انعام ایښی وو.
 رپوټونه وایي چې، اسلم اچو د کندهار د عینو مینې په سیمه کې په یو کور کې اوسیده او د سې شنبې په ورځ په یوه ځانمرگې برید کې وژل شوی دی.
دکندهار دپولیسو ویاند ضیاء دراني خبریالانو ته منلې چې دځانمرګي برید دغه پېښه تیره ورځ د عینو مېنې په دریم سړک رامنځته شوې، هغه وایي په دې پېښه کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ تایید کړې چې د کندهار په پروني ځانمرګي برید کې شپږ تنه وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي. د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي “داسې ویل کېږي چې په وژل شویو کې بلوڅان هم شامل دي”، خو دا یې نه دي ویل چې آیا دوی وسلوال بلوڅان وو که عام خلک
 
https://avapress.com/vdcgw39quak9uu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته