دخپریدو نیټه :جمعه ۷ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۸
د مطلب کود : 176738
ولسمشر غنی: افغانستان سولې هڅو سربیره جګړه هم مدیریت او قاطعیت غواړی
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وایي، چې هیواد له یوې خونړۍ او ویجاړونکې تپل شوې جګړې سره مخ دی، نوموړی ټینګار کوي دغه جګړه تدبیر، قاطعیت او مدیریت ورڅخه غواړي.

ولسمشر اشرف غني تېره ورځ د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د نوماند وزایرانو په توګه، د اسدلله خالد او امرالله صالح د معرفي کولو په مراسمو کې چې په ارګ کې ترسره شول وویل” جناب صالح صاحب او جناب خالد صاحب دواړه د دې نظام ستایل شوي او ځوان کادرونه دي، سره له دې چې سیاسي اختلافات یې څرګند کړي خو په ملي مسایلو کې تل له مونږ سره همکار پاته شوي دي، دوی دواړه د مشرتابه متفاوتې ځانګړنې او واضح لید لوري لري”
ولسمشر غني زیاتوي چې د دوی له استخباراتي وړتیا او تجربو څخه په دې حساسو شرایطو کې ګټه اخیستنه یوه ملي اړتیا ده، نو پریکړه داسي وشوه چې د دې دوو استخباراتي او نظامي کادرنو له تجربو او انرژي څخه په دفاع او کورنیو چارو وزارتو کې د اصلاحاتو په بهیر کې ګټه واخلو.
جمهور رئیس غني په دغو مراسمو کې د سولي په راوستلو ټینګار کړی خو وایي چې د اساسي قانو پلې کول، د افغانستان له هرې لویشتې خاورې او هر افغان وګړي څخه دفاع د حکومت دنده او مسولیت دی، ولسمشر غني زیاتوي چې د سولې د راستلو لپاره کار کوي خو جګړه هم ورڅخه قاطعیت او مدیریت غواړي. ولسمشر غني ټینګار کړی دی چې افغانستان د نړۍ د امنیت لپاره  دتروریزم پر ضد د جګړې په لومړۍ کرښه کې پروت او د نړۍ د امنیت لومړنۍ سنګر دی، هغه وویل” مونږ له نړیوالې ټولنې سره قوي مناسبات لرو، شرایطو ته په کتو ممکن لږ تغیرات په دغو اړیکو کې ولیدل شي مګر زمونږ ګتې مشترکې دي او د افغانستان د اساسي قانون، چې د افغانستان خلکو او د هیواد ملي شورا تصویب کړی دی، له مخې به دغه اړیکي تنظیمیږي
 
https://avapress.com/vdchx-nz623nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته