کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په سرپل ولایت کې یو روغتیایی مرکز جوړولو کار پیل شو

7 جدی 1397 ساعت 10:32

په سرپل ولايت کې د يوه روغتيايي مرکز د جوړلو کار پرون پيل شو .


د راپورونو له مخې د دغه روغتيايي  مرکزد جوړولو  کار به دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي  بودجې څخه د دوه سوه اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت  د سرپل ولايت په مرکز پورې  اړوند د سيد اباد په کلي کې  په يو کال کې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
  د سرپل والي  عبدالقادر  اشنا د دغه روغتيايي  مرکز دجوړولو دکار د پرانستلو  په وخت کې  وويل  چې دغه مرکز کولاى شي  له پنځوسو زرو څخه تر شپيتو زرو کورنيو  ته روغتيايي  خدمتونه وړاندې کړي.
د سرپل  والي له قراردادي  شرکت څخه وغوښتل چې د دغه مرکز د جوړولو دکار دکيفيت او ګړنديتوب په برخه کې هڅه او هاند وکړي .


د مطلب کود: 176739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176739/په-سرپل-ولایت-کې-یو-روغتیایی-مرکز-جوړولو-کار-پیل-شو

آوا
  https://www.avapress.com