د راپورونو له مخې د دغه روغتيايي مرکزد جوړولو کار به دعامې روغتيا وزارت له پرمختيايي بودجې څخه د دوه سوه اتيا زرو امريکايي ډالرو په لګښت د سرپل ولايت په مرکز پورې اړوند د سيد اباد په کلي کې په يو کال کې بشپړ او ګټې اخستنې ته وسپارل شي .
د سرپل والي عبدالقادر اشنا د دغه روغتيايي مرکز دجوړولو دکار د پرانستلو په وخت کې وويل چې دغه مرکز کولاى شي له پنځوسو زرو څخه تر شپيتو زرو کورنيو ته روغتيايي خدمتونه وړاندې کړي.
د سرپل والي له قراردادي شرکت څخه وغوښتل چې د دغه مرکز د جوړولو دکار دکيفيت او ګړنديتوب په برخه کې هڅه او هاند وکړي .