دخپریدو نیټه :شنبه ۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 176784
غزني کې د سړک غاړي ماین چاودني (۴) ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
یاده پیښه پرون مازدیګر شاوخوا(۵:۰۰) بجي رامنځته شوي چې پکي د یوه لس کلن هلک او یوه ځوان په ګډون دوه تنه شهیدان او د یوي کوچنۍ نجلۍ په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
د مرکز غزني اړوند په آرزو کلي کې پرون مازدیګر ناوخته د وسله والو طالبانو لخوا د سړک غاړي ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې د دوو ماشموانو په ګډون څلورو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.
یاده پیښه پرون مازدیګر شاوخوا(۵:۰۰) بجي رامنځته شوي چې پکي د یوه لس کلن هلک او یوه ځوان په ګډون دوه تنه شهیدان او د یوي کوچنۍ نجلۍ په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.
دا په داسي حال کې ده چې په تیره یوه اونۍ کې دا دریمه خونړۍ پیښه ده چې د وسله والو د ځای پر ځای شوي ماین چاودنه کې ملکي کسانو ته په آرزو او یا هم آرزو ته څیرمه د ده یک ولسوالۍ په شاخوګ سیمه کې مرګ ژوبله اوړي.
دا چې وسله وال طالبان له امنیتي ځواکونو سره د مخامخ مقابلي توان نلري تل د ملکي کسانو له هستوګنیزو کورونو څخه د سپر په توګه کار اخلي او یاهم په عامه لارو کې ماینونه ږدي چې تر ډیره یې ملکي کسانو ته زیان اوړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivqaz5t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته