دخپریدو نیټه :شنبه ۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 176786
د برښنا د څلورو مهمو پروژو لاسلیک
د افغانستان برښنا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس انجنیر امان الله غالب له څلورو بېلابېلو شرکتونو سره د ترانسفارمرونو، فلزي پایو لپاره د خاموموادو د تولید، سیم او کیبلونو او د افغانستان برښنا شرکت د اړتیا وړ توکو د تهیه او تدارک تړونونه لاسلیک کړل.

لومړۍ پروژه د کابل لپاره د ۶۰ ترانسفارمرونو تدارک او چمتو کول دي چې تړون یې د ۲۹،۱۰۱،۵۰۸ افغانیو په ارزښت له نوین سیمیا شرکت سره لاسلیک شو.
یاد ترانسفارمرونه د تر کار لاندې ۶۰ برجونو د کار د بشپړیدو لپاره چمتو کیږي چې د پرمختیايي پلان پر بنسټ به نږدې ۱۵۰۰۰ نوي پیرودونکي د برښنا له انرژۍ څخه ګټمن شي.
دویمه پروژه د ۵۴،۳۲۸،۵۸۸ افغانیو په ارزښت د سیمونو او کیبلونو تدارک او چمتو کیدل دي، چې تړون یې د همکار د سیم او کیبلونو تولیدوونکي شرکت سره لاسلیک شو.
دریمه پروژه چې تړون یې د افغانستان برښنا شرکت او طلوع خورشید د برښنايي انجنیرۍ خدمتونو له شرکت سره لاسلیک شو، د برښنا د ضایعاتو د کمولو او د کابل ښار د برښنا د پایدار سازۍ په موخه د افغانستان برښنا شرکت د اړتیا وړ ځانګړې برښنایي توکې دي چې، ۷،۴۴۹،۹۰۰ لګښت پرې راځي.
د یادو شویو پورته پروژو مالي لګښت د افغانستان برښنا شرکت له لوري ورکول کیږي چې عملي چارې به یې د تړونونو له لاسلیک وروسته په دریو راتلونکو میاشتو کې بشپړيږي.
څلورمه پروژه د (۱۲،۰۰۰،۰۰۰) افغانیو په ارزښت د میربچه کوټ ولسوالۍ د ۱۵ بابه ترانسفارمرونو او ۵۷۵ فلزي پایو لپاره د ۷ قلمه خامو موادو ا  تدارک او چمتو کیدل دي، چې تړون یې د چمپین لوژستیکي کمپنۍ سره لاسلیک شو، ددې پروژې د کار په بشپړیدو سره به ۳۷۵۰ پیریدونکي له برښنا څخه برخمن شي.
دا پروژه د افغانستان برښنا شرکت له بودجې څخه تومویلیږي چې چارې به یې له تړون وروسته د دوو میاشتو په لړ کې بشپړې شي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaain6i49n001.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته