د معلوماتو له مخې د عملياتو پرمهال په غني خيلو او مومندرې ولسواليو کې چهل ګزي، بادام خيل، راغه، سياه چوب ګولايي او يو شمېر نورې سيمې تصفيه او تالاشي شوې، چې پرمهال يې يو دوه اتيا ملي متري توپ، يو ميل پنځه ډزی ټوپک، درې تومانچې، ۱۰۵۷ فيره د درنو او سپکو وسلو مرمۍ، يو د ماين انفجارولو بطرۍ، يو ليزر او درې سوه کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي او د مخالفينو له لوري ځاي پر ځای شوي ۹ ماينونه لمنځه وړل شوي.
د مسئولينو په وينا دغه عمليات يې په سيمه کې د لا ډاډمن امنيت رامنځته کېدو او ولسشمريزو ټاکنو ته د زمينې برابرولو په موخه پيل کړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)