دخپریدو نیټه :شنبه ۸ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۵۱
د مطلب کود : 176809
اسدالله خالد: افغان ځواکونه به د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ عمل وکړي
د افغانستان د دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد وايي، د دولت د وسله والو مخالفینو پر ضد به تهاجمي حملې زیاتې شي.


دی وايي، د افغان امنیتي ځواکونو تهاجمي حملې به زیاتې شي او دغه ځواکونه به د هېواد د دښمنانو پر وړاندې په بې رحمۍ سره عمل وکړي.

اسدالله خالد د دفاع د سرپرست وزیر په توګه د ده د معرفي کېدو په مراسمو کې وویل، افغانستان ته خدمت او د دندنې ښه ترسره کول ورته مهم دي او په دې لاره کې به هېڅ هڅه ونه سپموي.

ښاغلي خالد وویل، سوله ده او ټولو افغانانو ته، د ده په لومړیتوبونو کې ده او ټینګار یې وکړ، څوک چې سوله نه غواړي، وبه ځپل شي.

​نوموړي زیاته کړه:"موږ چې په دفاعي حالت کې یوو، ترې وځو او باید په دې اړه فکر وکړو چې د دښمن پټو ځایونو ته ورشو، د عمل نوښت باید په خپل لاس کې ونیسو، په پښتو کې متل دی چې کږه خوله په سوک سمېږي."

ښاغلي خالد په دفاع وزارت کې پر اصلاحاتو هم ټنیګار وکړ او ويې ویل، ملي یووالی ورته اهمیت لري، هر څوک دې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړي او د قوم له نامه دې ناوړه ګټه نه اخلي.

د دفاع سرپرست وزیر وویل، د جبهې په لومړۍ کرښه کې به ملي اردو نوره هم سمباله او ملاتړ به یې وشي.

ده داهم وویل، هغه سرتېري چې د جګړې په ډګر ټپیانېږي، په بیړه به ورته رسېدنه وشي.

په دغو مراسمو کې د دفاع پخواني وزیر طارق شاه بهرامي هم خبرې وکړې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او سرښندنې یې وستايلې.

اسدالله خالد او امرالله صالح تېره اوونۍ د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د سرپرستانو په توګه وګمارل شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz39qyak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته