کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت خپل ټول منسوبین سفارتونو ته په ورتګ بند کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 جدی 1397 ساعت 20:44

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د دغه وزارت کارکوونکي او پولیس په هېواد کې مېشتو بهرنیو سفارتونو ته له تلو منع کړل.



د همدې اوونۍ له دوشنبې ورځې وروسته، د کورنیو چارو وزارت هېڅ کارکوونکی او پولیس د مشرتابه یا اړوندې ادارې له خبرولو پرته د دې حق نه لري چې په کابل کې بهرنیو سفارتونو ته دننه شي.
دا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نوي ابلاغیه ده چې د شنبې په ورځ خپره شوه.
له دغې وزارته په خپره شوې اعلامیه کې د سفارتونو د ساتنې له کنډکه غوښتنه شوي چې سفارتونو ته د کورنیو چارو وزارت اړوند د کارکوونکو او پولیسو له ننوتلو وزارت ته راپور ورکړي.
په اعلامیه کې دا هم راغلي چې له سرغړوونکو سره به د جاسوسۍ لپاره د هڅو په تور جدي چلند وشي.
 


د مطلب کود: 176823

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/176823/د-افغانستان-کورنیو-چارو-وزارت-خپل-ټول-منسوبین-سفارتونو-ته-په-ورتګ-بند-کړل

آوا
  https://www.avapress.com