ذبیح الله مجاهد؛ د طالبانو یو ویاند، خپاره شوی ګزارشونه په دی اړه چی ګواکی افغانستان دولت نمایندګانو سره به دا ډلې نمایندګان لیدنه وکړی، غلط او شایعه وبلل.
پاکستان دی-نیشن ورځپاڼه ددی هیواد ارشدو چارواکو قول څخه لیکلی دی چی اسلام اباد افغاسنتان حکومت او طالبان متقاعد کړی دی چی یو د بل سره کښینی او نږدی راتلونکې کی سولې ته رسیدو شرایطو باندی خبری وکړی.
افغانستان حکومت هم وایی چی بین الافغانی مذاکراتو شروع لپاره ځینی پرمختګونه هم صورت نیولی دی.
دا اظهارات د ذبیح الله مجاهد له لوری رد شوی دی او ویلی دی چی ددی ډلې مذاکراتو اصلی لوری امریکا دی او ددی هیواد ځواکونو وتلو په اړه به بحث او تبادل نظر وشی.