دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۸
د مطلب کود : 176845
ترکیه به له افغانستان څخه په کال کې ۳۰۰ کیلو ګرامه زعفران و پیري
د هرات ولایت د زعفرانو د ټولنې استازي، زعفرانو ته د بازارموندنې په موخه ترکیې ته تللي دي د هرات د زعفرانو د ټولنې رئیس بشیر احمد رشیدي رسنیو ته ویلي چې د دې سفر پر مهال د ترکیې دولت ژمنه ورسره کړې چې، له دې وروسته به د اسپانیا هیواد د زعفرانو پر ځای د افغانستان زعفران وپیري.

نوموړی زیاتوي چې له دې ور اخوا د ترکیې دولت ورسره ژمنه کړې چې د مالیاتي ننګونو د له منځه وړنې او د سوداګریزو ویزو په اخیستنه کې د اسانتیاوو تر څنګ به ترکیه، په هرات ولایت کې سوداګریزه اتشه او یاهم قونسلګري پرانیزي.
تر ۹۰ سلنه ډېر زعفران په هرات کې کرل کیږي نو له دې امله په دغو ولایت کې اوسمهال تر ۳۰ ډېرې د زعفرانو ټولنې او له ۲۰ څخه زیات شرکتونه فعالیت کوي.
د دې ولایت ګڼ شمېر خلک د زعفرانو د کښت په برخه کې په کار او بار بوخت دي او له همدې درکه خپلې ورځنۍ چارې پر مخ وړي. دا په داسي حال کې دی چې سږ کال په‌ دغه ولایت کې د زعفرانو محصولات زیات شوي، خو قیمت‌ یې راټیټ شوی دی.
سږ کال یو کیلو زعفران له ۲۰ څخه ۲۸ زره افغانۍ پوري پلورل کیږي، حال دا چې تېر کال د یوې کیلو زعفرانو بیه تر ۶۰ زره افعانیو پورې رسیدله. اوس د هیواد زعفران هند، عربي متحده اماراتو او څو نورو هیوادونو ته استول کیږي.
د زعفرانو کروند ګر او کاروباریان له حکومت څخه غواړي چې د زعفرانو حاصلاتو ته یې د پلورنې مارکیټ پیدا کړي.
 
https://avapress.com/vdcgt39qnak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته