دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ جدی ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۱۳
د مطلب کود : 176872
په غزني کې ماین چاودنې ۴ عام وګړي وژلي
د غزني ښار په آرزو کلي کې د یکشنبې پر ورځ( د مرغومي ۹) غرمه مهال د سرک غاړې ماین چاودنې څلور عام وګړي وژلي دي.

د عیني شاهدانو د څرګندونو له مخې؛ یوه ریکشا، چې له اړوند سیمې تېریده د سړک غاړې پر ماین وربرابره شوې، چې په کې د یوې کورنۍ ۴ غړي د یوې ښځې او دوه ماشومانو په ګډون وژل شوي دي.
د سیمه ییز حکومت سرچینې له پېښې بې خبري ښيي؛ خو عیني شاهدان وایي، چې په دې پېښه کې درې نور کسان هم ټپیان شوي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgu39qxak9u74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته