د دغو ټاکنو د ځنډ ستر لامل له بېلابېلو اړخونو سره له خبرو اترو وروسته امنیتي او اقلیمي حالات او د کمیسیون نه چمتوالی ښودل شوی دی.
ولسمشرۍ هم له دغه نوي مهالوېشه هرکلی کړی دی.
د ولسمشرۍ د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي د ټاکنو نوی مهال وېش ستایلی او په خپل فیسبوک کې یې لیکلي، چې حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون نوي مهالوېش ته هرکلی وایي.
دغه راز ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې حکومت له نوي مهالوېش سره سم هر راز همکاریو ته چمتو دی.
همدارنګه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د پکتیا ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو لومړنۍ پایلې هم اعلان کړې، چې محمد نواب منګل، یار باز خان حمیدي، محمد ابراهیم غښتلی، سید حسن ګردیزی او راضیه یې د راتلونکې ولسي جرګې بریالي نوماندان دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ځینو څرګندونو له مخې تر اوسه د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ۶۱ احتمالي نوماندانو معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي؛ خو نه یوازې دا، چې نومونه یې ثبت شوي ندي، بلکې ډېرو یې خپل مرستیالان هم غوره کړي ندي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)